ټرمپ او د شمالي کوريا ولسمشر سينګاپور ته رسېدلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۲۱) د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوريا مشر کيم جون اون يوبل سره د ملاقات لپاره سينګاپور ته رسېدلي دي.

د بي بي سي د راپور پر اساس لومړی د شمالي کوريا مشر دغې هېواد ته تللی او څو ساعته وروسته د ډونالډ ټرمپ الوتکې هم په سينګاپور کې ناسته وکړه.

د سينګاپور د بهرنيو چارو وزير د دواړو مشرانو هرکلی کړی او ټاکل شوې ده چې سبا د سې شنبې په ورځ له يوبل سره وګوري او د امریکايي چارواکو په وينا هيله ده چې په دې ليدنه کې شمالي کوريا له خپلو اتومي وسلو له جوړولو لاس په سر شي.

د امریکا ولسمشر له کيم سره دغه کتنه د سولې په برخه کې مهمه بللې او د شمالي کوريا مشر ويلي چې نړۍ د دغې ليدنې پايلو ته سترګې په لار ده.

تدا له معلومه نه ده چې کيم به اتومي وسلې د اقتصادي او امنيتي امتیازونو په بدل کې له منځه يوسي که نه؟

د شمالي کوريا رسمي خبري سرچينې وايي، مشر يې له اتومي وسلو د پاکې کوريا په هکله له ټرمپ سره خبرې کوي.

د سينګاپور چارواکي وايي، پر دغه سرمشرېزې چې ټرمپ او اون له يو بل سره ګوري پنځلس ميلیون ډالره لګښت راغلی چې نيمايي يې پر امنيتي تدابيرو لګېدلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button