بې خونده اوربند!

ليکنه: اسیرصداقت کندهاری
له پلچرخي زندان څخه.

دا اوربند به څه وی خوند به یی څه وی، ځکه حکومت تش په نوم اوربند اعلان کړی، د زندانیانو کورنۍ د دې اوربند له خوښيو برخمنې نه دي، هغه به څه ډول اوربند وي چې ټول اولس ته پکې مساوي برخه نه وی،

اوربند داسې وي لکه طالبانو چې ورسره هممهاله يې د اسیرانو د خوشې کولو فرمان هم ورکړی،

اوس پوره څرګنده شوه چې طالب د وطن اصلي بچيان دي چې په جنګ کې نيول شوي عسکر هم د ښه نيت ښودلو لپاره خوشې کوي،

حکومت که بنديان خوشې کوي هم توپیري چلند کوي، ځکه يوازې جنايي اسيران خوشې کوي، له کومو چې ولس په تنګ دی، هغه اسيران خوشې کوي چې يا د کوم خیانت په تور نیول شوي وي او يا په کوم اخلاقی فساد کې ښکېل وي،

هغه اسيران چې د طالب په نوم، یا طالب سره د همکا ۍ په تور زندانو کې اچول شوي دي، که څه هم د اکثرو د قيد مودې پوره هم دي، نه يې خوشې کوي.

نور قضاوت تاسو وکړئ چې د حکومت په دا ډول تش په نوم اوربند کې به څه ګټه وي، چې ښه نيت پکې نه ترسترګو کېږي؟

اوس پوره څرګنده شوه چې څوک رښتينې سوله او امن غواړي او څوک يې نه غواړي، څوک ښه نيت لري او څوک نه يې نه لري؟

زه د پلچرخي په زندان کې د یو بندي په توګه وایم، چې دلته هیڅ اسیر ته د انسان په سترګه نه کتل کېږي، دوی له اسیرانو داسې چلند کوي چې په هیڅ قانون کې نشته او بل دا چې د خوښيو په مناسبتونو کې د فرمان له مخې د اسيرانو خوشې کول د دوی قانوني حق دی چې دا قانون ارګ کې مات شو، له دې څرګندېږي چې ارګ وال د بنديانو د خوشې کولو واک او اختیار نه لري، ټول واک او اختیار د اشغالګرو ځواکونو دی، او طالبانو ثابته کړه چې خپلواک دي او د سولې په لار کې په رښتيني توګه هر ډول چې وغواړي قدم پورته کولی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button