(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۱) له يوه کلن ځنډ وروسته د ترکمنستان هېواد وارداتي بريښنا د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو ته ورسېده.
د بادغيس اوسېدونکي دغه ولايت ته د وارداتي برېښنا په رسېدلو خوښي څرګندوي وايي، دوی د حکومت له ټولو پرمختيايي پروژو ملاتړ کوي خو زياتوي چې دا د ملي يووالي حکومت لومړنۍ ژمنه وه چې د یاد ولايت لپاره عملي شوې ده.
د بادغيس اوسېدونکي وايي، چې دوی برېښنا ته اړتيا لري او حکومت بايد د خلکو لپاره د برېښنا ستونزه حل کړي.
په بادغيس کې د مدني ټولنو د همغږۍ غړی جنيدالله اشکاني بادغيس ته د وارداتي برېښنا په رسېدو خوښي ښيي وايي، برېښنا د دغه ولايت د خلکو اساسي غوښتنه ده.
دوی وايي، د ملي يووالي د لسګونو وعدو يواځې يوه عملي شوه چې هغه هم په ډير ځنډ کې دغې ولايت ته د وارداتي برېښنا ورکول دي.
د تېر ۲۰۱۷ميلادي کال په جون مياشت کې د افغانستان د برېښنا رياست مسئولينو ژمنه کړې وه چې د کال تر پايه پورې به د جوزجان او بادغيس ولايتونو ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا ورکړل شي.
دا مهال په افغانستان کې سلګونه صنعتي فابريکې د برېښنا د نشتوالي له کبله په ټپه ولاړې دي.
د معلوماتو له مخې، په کال کې د افغانستان تر ۷۵ ميليارده متره مکعبه زياتې اوبه ضايع کېږي او ګاونډيو هېوادونو ته بهيږي، خو تر اوسه په اساسي ډول د برېښنا بندونه نه دي جوړ شوي او د يادو اوبو د مهارولو لپاره د حکومتونو هڅې نه ليدل کېږي.
د شنونکو په باور، که د افغانستان خپلې اوبه مهار کړای شي، د اوبو بندونه پرې جوړ کړای شي نو په هېواد کې به زياتې ځمکې د کرنې لپاره برابرې شي چې ورسره به د برېښنا ستونزه حل او په ټپه ولاړې فابريکې يوځل بيا فعاليت پيل کړي.


















