خلیل الحیه: د غزې خېمو کې د فلسطینیانو د ډوبېدو ناورین د نړیوالې ټولنې پر تندي د شرم داغ دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر “خلیل الحیه” ویلي، چې په غزه کې د بارانونو او سېلابونو له امله په خېمو کې د مېشتو بې‌ځایه شویو فلسطینیانو د ډوبېدو او کړاوونو صحنې د نړیوالې ټولنې پر تندي د شرم داغ دی.

خلیل الحیه د غزې د بې‌ځایه شویو خلکو وضعیت ته په اشارې ویلي، چې د بارانونو پر مهال د خلکو خېمې له اوبو ډکېږي، د استوګنې امکانات یې له منځه ځي او زرګونه کورنۍ له سختو بشري ستونزو سره مخ دي.

الحیه زیاته کړې، چې د غزې خلک د جګړې له امله له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي او اوس د مناسبې سرپناه، خوراکي توکو او لومړنیو اړتیاوو له نشتوالي سره لاس او ګرېوان دي.

الحیه د نړیوالې ټولنې پر چوپتیا او بې‌پروايۍ نیوکه کړې او ټینګار یې کړی، چې د غزې د خلکو د ژغورنې، د بشري مرستو د رسولو او د بې‌ځایه شویو لپاره د مناسبو سرپناه‌ګانو برابرولو په برخه کې باید بېړني اقدامات وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button