جنرال آسټین سکاټ میلر چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته په رسمي توګه په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان وټاکل شي کابل ته راغلی دی.
دا خبر اجراییه ریاست خپور کړی دی. تېره ورځ ناوخته (وږي ۴مه)، اجراییه ریاست پر خپله فېسبوک پاڼه خبر خپور کړ چې اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا له سفیر جان بس، په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له اوسني عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن او د جنرال نیکولسن پر ځای له نوي ټاکل کېدونکي قومندان جنرال آسټين سکاټ میلر سره لیدلي دي.

جنرال آسټين سکاټ میلر د روان ۲۰۱۸ز کال په می میاشت کې په افغانستان کې د امریکا د جګړې د رهبرۍ لپاره وټاکل شو، چې د جون په ۱۹مه د امریکا سنا مجلس هم د دې دندې لپاره د نوموړي ټاکل کېدل تایید کړل.
سکاټ میلر ۱۷م جنرال دی چې د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې د بهرنیو ځواکونو د قومندان په توګه ټاکل کېږي.
ټاکل شوې چې نوموړی به د راتلونکې سپټمبر میاشتې په ۲مه نېټه، په کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په قومندانۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي توګه د جنرال نیکولسن پر ځای په افغانستان کې د مېشتو څه باندې شل زرو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان وټاکل شي.
د جون میاشتې په ۱۹مه، جنرال میلر د امریکا د سنا مجلس غړو ته وویل چې نوموړی د افغانستان په جګړه کې ”پرمختګ“ ویني، خو په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا او د امریکايي ځواکونو د شتون ”د وروستی نېټې او د مهالوېش ضمانت نشي ورکولای.“
میلر تر دې وړاندې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د قومندانۍ مشر و. نوموړی د ۲۰۱۳ز کال له جون میاشتې بیا د ۲۰۱۴ز کال تر جون پورې په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو قومندان پاتې شوی دی. جنرال میلر د افغانستان په ګډون په عراق، صومالیا او بوسنیا کې هم پوځي ماموریتونه ترسره کړي دي.


















