تخار: په مرکز کې د پستې شل هکتاره ځنګل جوړ شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، مرغومی ۱۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت د طبيعي سرچينو رياست د تخار ولايت په مرکز تالقانو ښار کې د شل هکتاره پستې ځنګل جوړولو خبر ورکړی دی.

د طبيعي سرچينو د رياست مشر محمد رفيع قاضي زاه وايي، د پستې دغه ځنګل د څلورو عايداتي پروژو په مرسته په نيزه کوتل سيمه کې جوړ شوی زياتوي هدف دا دی چې د پستې ځنګلونو جوړولو سره د دغه ميوې حاصلات لوړ شي.

د قاضي زاده په وينا، په پلان کې دي چې په بادغيس او سمنګانو ولايتونو کې هم د پستې ورته ډول ځنګلونه جوړ او د خلکو د ګټې وټې سبب وګرځي.

پسته یوه ځنګلي ميوه ده چې د افغانستان په یو شمير ولايتونو کې ترې خلک ښه حاصل ترلاسه کوي.

که څه هم د جګړو په کلونو کې د تخار ولايت د پستې پنځوس سلنه ځنګلونه له منځه تللي خو لا هم ډېرى ځنګلونه په فرخار، رستاق، چاه آب، ینګي کلا او بهارک ولسواليو کې شته چې خلک ترې ساتنه کوي او تر پخښېدو وروسته ترې ښه حاصل اخلي چې د ډيری کورنیو اړتياوې پوره کوي.

ځايي اوسېدونکي او مسوولین وايي، چې له تيرو څو کلونو راهيسې د پستې ځنګلونو د وهلو مخه نیول شوې او هڅه کېږي چې وهل شوي ځنګلونه بيا ځلې ورغول شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button