هېڅ انسان باید ځان تاریخ ته مخ توری نه کړي. د هېوادونو واکمنان خو باید تل هڅه وکړي، چې تاریخ لیکوونکي یې نوم په زرینو کرښو ولیکي. پر موږ احمد شاه بابا رحمه الله، میرویس نیکه، وزیر محمد اکبرخان، شېرشاه سوري او سلطان محمود غزنوي ځکه گران دي او نومونه یې په درنښت یادوو، چې دوی افغانستان د پردیو له منگولو ازاد کړ او د لوی افغانستان د امپراتورۍ جوړولو هڅه یې وکړه.
که چېرې دوی د شاهشجاع، ببرک کارمل، نورمحمد ترهکي، ډاکټر نجیب، حامد کرزي او اوسني اشرف غني غوندې کارونه کړی وای، نو هېڅ افغان به یې نوم په درنښت نه وای یاد کړی او نه به دومره گڼ ځایونه د دوی په نومونو یادېدای، بلکې خلکو به ترې کرکه کوله.
حامد کرزی او ورسره ټول چارواکي یې تاریخ ته مخ توري دي. کرزی که اوس هر څومره خواخوږي وکړي، وژاړي او د امریکایانو ضد شي، بیا هم د خلکو له ستوني نه ښکته کېږي. کرزي پوره ۱۳کاله پر افغان ولس رڼا ورځ توره شپه کړې وه. زرگونه افغانان یې ووژل، زرگونه یې بندیان کړل، زرگونه یې بېپته کړل او زرگونه کورنۍ یې د ویر پر ټغره کېنولې.
خلکو ته کرزی، شاهشجاع او ببرک کارمل یو ډول دي. یو وخت به داسې راشي، چې د کرزي د قبر هډوکي به هم خلک په دې هېواد کې پرېنږدي او امریکا ته به یې ډالۍ کې ولېږي. کرزي یوازې د واک لپاره له هېڅ مخ تورۍ مخ وانه ړاوه او پر خپل ولس یې امریکایان مسلط کړل.
له کرزي وروسته اشرف غني راغی. دی له کرزي څو قدمه په غلامۍ کې مخکې دی. اشرف غني داسې دی لکه روباټ. روباټ نه حواس لري او نه د غم، خفگان، یخنۍ، گرمۍ، باد او باران توپیر کولی شي. یوازې یې باید چارج پوره وي او که نور پرې څه کوي، بیا دې اختیار کې دی.
ده په څلور نیمو کلونو کې د هېڅ افغان په ویر خواخوږي ونه کړه، بلکې دا ټول یې داسې هېر کړل، لکه دی چې د بل هېواد ولسمشر وي او دلته یوازې ننداره کوونکی وي. د امریکا هر امر منلو ته تیار دی؛ خو چې خاص یې واکمني پنځو نورو کلونو ته وغځېږي او بیا ولسمشر شي.
اشرف غني د زرگونه خلکو قاتل رشید دوستم خپل لومړی مرستیال کړ، عطاء محمد نور ته څو ځلې ننواتې ورغی، یوه خبره یې رښتیا نه کړه، بلکې دروغ او عوام فریبۍ کې یې لومړی نوم گټلی. د نن خبرې یې سبا هېرې وي او سبا ته یې بیا نور نوي دروغ جوړ کړي وي.
د سولې د خبرو له گرمېدو سره ولسمشریزې ټاکنې هم د رسنیو د سر ټکي وو. افغان حکومت هڅه کوله، چې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي او له هغه وروسته بیا د سولې اوازه گرمه کړي او تېره ورځ په دغه چل کې بریالي هم شول او ولسمشریزې ټاکنې یې درې میاشتې وځنډولې. زه نه وایم، که ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې وای؛ نو سوله به راغلی وای؛ خو اشرف غني دغه کار یوازې د واک لپاره وکړ او د ملت هېڅ خیر ته یې ونه کتل، بلکې لا یې په شر کې ډوب کړ.
واشنگټن پوسټ ورځپاڼې هم پرون لیکلي وو، چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت یې هڅه کوي، چې ټاکنې وځنډوي؛ څو دی نور هم په واک کې پاتې شي؛ خو دی د هرې ورځې جگړې د قربانیانو له شمېره خبر نه دی، چې په دغه جگړه کې څومره ککرۍ خاورې کېږي.؟
اشرف غني به بیا واک ته راشي او بیا به د پنځو کلونو لپاره واکمن شي؛ خو هغه وخت به په افغان انسان کې یوازې ساه چلېږي او نور به یې حواس له لاسه ورکړي وي. اشرف غني باید د خپل واک لپاره د دې ۳۵ میلیوني هېواد د وگړو په سرنوشت معامله ونه کړي او له امریکا وغواړي چې نور دې کډه باروه او موږ پوه شه او طالبان. خو فکر کوم د اشرف غني غوندې انسان نه د دې خبرې کولو تمه هېڅکله کېدای نه شي او نه به یې وکړي. ځکه په دې جگړه کې نه د اشرف غني زوی وژل کېږي او نه یې لور، بلکې قربانیان یې ټول بېچاره هېوادوال دي. اشرف غني دې نور ځان تاریخ ته نه مخ توری کوي، بلکې د تاریخ له سترې بېشرمۍ ورته دا غوره ده، چې د جگړې په پای فکر وکړي، نه یې په غځولو.
















