شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

مسلمان ځوانه! د ژوند اصلي مسير درک کړه!

محمود نشرونکی: محمود
مارچ 2, 2019
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع, مهم
0
30
ځلې شریک شوی
378
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

ليکوال: خاکسار

مسلمانه ځوانه! د وخت له عصري ټکنالوژۍ څخه د ژوند د اسبابو په څېر استفاده وکړه، نه دا چې د خپل ژوند ټول اصلي اړخونه ورته تغير کړه! عصري ټکنالوژي د دې لپاره وکاروه! چې ژوند ته تر سهولتونه او اسانتياوې برابرې کړې، نه دا چې خپل اسلامي ارزښتونه ورته پرېږدې.

مسلمانه ځوانه! ته عصري ټکنالوژۍ ته دومره معتقد يې چې هر څه دې ورته بدل کړل، په داسې حال کې چې نوره نړۍ دغې ټکنالوژۍ ته يوازې د اسبابو په نظر ګوري. لږ د خپلو اسلافو تاریخ وګوره! چې هغوی د ژوند د ښه کولو او اخرت د خپلو لپاره څه کول؟ خپل اسلاف وپېژنه! چې څوک دي؟ او په نړۍ کې يې څنګه وخت تېر کړی دی؟ په نړيوالو کفري نظامونو يې څنګه راج او باج چلولو! څنګه يې پر ټولې نړۍ خپل ځان منلی وو؟

مسلمانه ځوانه!

د سلمان خان او شاهرخ خان بيوګرافي او کلچر پرېږده! لږ د خپلو تېرو اتلانو تاريخ وګوره! چې په نړۍ يې څنګه رعب او دبدبه پرته وه، ولې يې نړۍ له نومونو وېرېدله؟ د خپلو اسلافو له تاريخه زده کړه! چې ولې يې نومونه زرينو پاڼو سبت کړي دي؟ ولې يې د اتلوليو ساری په نړۍ کې نشته؟ ځان پرې پوه کړه! هغوی خپل ژوند څنګه تېرولو؟

خپل ژوند د هغوی په ژوند کې ارزيابي کړه!  چې هغوی ولې په ټوله نړۍ اسلامي نظام چلولو؟ او ته ولې د جمهوري نظام دومره تابع ګرځېدلی يې، چې خپل کلچر، دود او دستور او اسلامي عنعنات دې ورته پرېښودل او د کفري ټولنې بد عادات دې خپل کړل.

که په خپل ګرېوان کې سوچ او فکر وکړې دا پخپله د ژوند د مسير تغير دی چې تا پخپل لاس ورکړی دی، ستا ژوند د اسلافو له ژونده په مکمله معنا بدل دی.

اسلافو مو خپلې وينې تويولې خو د نورو مسلمانانو ژوند به يې روښانولو، خو ته د خپلې ټولنې د اوږو بار شوې، خپل مسير دې د غرب په تقليد روان کړی دی، غرب درته  په ګوړه کې زهر ډالۍ کوي خو ته بيا هم پر ځای د دې چې په وړاندې يې مبارزه وکړې؛ ملاتړ يې هم کوې او په ډېر فخر او وياړ يې خپلوې.

مسلمانه ځوانه! په دې پوه شه! چې کاميابي او بريا د پرديو په تقليد کې نه ده، بلکې د خپل حق دين په پيروۍ کې ده، د کاميابۍ راز دا نه دی چې د هاليووډ او باليووډ د ستورو بايوګرافي په خپله حافظه کې ټايپ کړې، بلکې کاميابي په دې کې ده چې د خپلو ريښتينو اتلانو ژوندليک او تاريخي کارنامې په غور او دقت وګورې او تقليد يې وکړې.

مسلمانه ځوانه!

ياد دې نه دي چې يوې مسلمانې خور (ناهيد) په خپلو وينو پر يوه دسمال د سند له زندانونو څخه خپل مسلمان قوم ته ولېږه او قوم ورته خپل اوولس کلن زوی (محمد بن قاسم) راولېږه او خپله سپېڅلې خور يې د سند د ډاکوګانو له زندانونو څخه خلاصه کړه، بلکې د سند په ساره او اوږده کې يې حق دين خپور کړ.

مسلمانه ځوانه! څه فکر کوې؟ د محمد بن قاسم مسير درته غلط ښکاري؟ معاذ الله،

نه بلکې ته د غرب ړوند تقليد کوې، ته د غرب له ډيموکراسۍ نه متأثر ښکارې، ځکه خو دې د خپل ژوند مسير تغير کړی دی، تا خپل ټول ژوند د غرب په ډيموکراسۍ برابر کړی دی، تا د خپلو اسلافو تاريخ او کارنامې هېرې کړي دي، ته د خپل ژوند قېمتي وخت د فلمي ستورو او غربي تمدن د مخکښانو په بايوګرافۍ زده کولو کې لټوې! تا د خپل ژوند ارزښت او قدر هېر کړی دی.

لوی ټکي: اسلافتاریخځوانهمسلمانه
مخکینې مطلب

د شوراب بريد د مدرسو او مسجدونو انتقام دی

بل مطلب

د تودې جګړې تر څنګ د سیکولرستانو سړه جګړه

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com