شنبه, اپریل 18, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home تبصرې

د تودې جګړې تر څنګ د سیکولرستانو سړه جګړه

ح جلال نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2019
کټګوریانې: تبصرې
0
93
ځلې شریک شوی
191
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ډاکټر یوسف اکبري

يرغلګر چې کله وغواړي يو هيواد خپله مستعمره وګرځوي نو تر ټولو د مخه د راتلونکي نسل اړیکې له ماضي سره پرې کوي  په دې معنا چې د دغه ملت چې دوی اوس تسخير کړی دی، د دې ملت دين، عنعنات، معتقدات، ملي ارزښتونه، وسله والې جګړې، وياړونه د اوسني او راتلونکي نسل نه هيرکړي .

دا هم ولولئ

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

دا ځکه چې د کمزورئ پر مهال هر ملت خپل ماضي ته سر ورښکاره کوي، د بیلګې په توګه که اسلامي امت ذکر کړو نو دوي تل خپل ماضي ته د رجوع لپاره د الله تعالی ویناوې او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت، د صحابه کرامو او قائدينو تاريخ ته نظر اچوي چې په هغې کې د هغوی لاسته راوړنې او فتوحات څومره او څه ډول دي، نو طبيعي خبره ده چې د اجدادو دا ډول لاسته راوړنې يو مسلمان ته خورا زيات همت وربخښي، دوی هڅه کوي چې د هغوی په څير ځانونه هم عيار کړي، کله چې مسلمانان د خپلو اسلافو په معنوي قوت عيار شي نو طبيعي خبره ده چې د هغوی پر ضد پاڅون شکل نیسي او د استعمارګرانو شومې موخې له خاورو سره خاورې کوي، نو ځکه استعمارګران د مسلمانانو رابطې د هغوی له ماضي سره پرې کوي او دا هر څه د تاریخ په کتابونو کې په وضاحت سره وجود لري.

کوم هيوادونه چې د روسانو مستعمره ؤ لکه ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، آزربايجان او داسې نور… په لومړي قدم کې يې د دوی ليک دود ( ا ، ب ) يې ور بدل کړل، ځکه چې په دې خاوره کې د امام بخاري رح په څیر سترې دیني علمي هستۍ تيرې شوي دي، فتوحات تر سره شوي دي او پدې خاوره کې ستر اسلامي تمدن پروت و، دا ناممکنه خبره ده چې د اسلامي تمدن کتابونه دې موجود وي او خلک دې پرې پوهيږي هم او له دې سره سره دې د استعمارګرانو د استعمار تر چتر لاندې ژوند هم وکړي !

د اسلامي امت دا ستر تمدن په کتابونو کې په دوه ژبو کې ژوندی پروت و، فارسي او عربي ، د دې دواړو ژبو رسم الخط تقريبا يو ډول دی، څوک چې په عربي ژبه پوهيږي نو په اسانۍسره فارسي ژبه هم زده کولی شي او څوک چې په فارسي پوهيږي هغه په اسانه عربي زده کولی شي، ځکه چی ۶۰٪ سلنه الفاظ د فارسي له عربي ژبې نه مستعار شوي دي، لکه طبيب، وريدونه، شيريانونه، شعر، نثر، قافيه، بيعه، شراء، اجاره او داسې نور.

کله چې کمونستانو د ( ۱۹۱۷ نه تر ۱۹۲۱ ) پورې په منځینۍ آسیا کې خپل استعمار حاکم کړ نو تر ټولو لومړی يې پدې سيمو کې فارسي او عربي دواړه ژبې منعه اعلان کړې، پدې ژبو کې کتاب درلودل يې جرم وګرځاو، په مليونونو کتابونه يې د اور خاشاک وګرځول او داسې قانون جوړ شو چې له دې وروسته به خط په لاتيني ليک دود ليکل کيږي نه فارسي او بله ژبه، هر چا به چې له دې قانون نه سرغړونه کوله نو زندان ته به استول کیده او تر ډول ډول شکنجو لاندې به نیول کیده.

بالآخره ورو- ورو دغه قانون عملي شو، ورځپاڼې په لاتيني، ښوونځي په لاتيني او بالآخر هر څه په لاتيني ژبو شروع شول، نو د ۱۹۲۱ نه تر ۱۹۴۱ کاله پورې چې په دغو مستعمره شویو هیوادونو کې څومره نوی نسل موجود و، دا يو هم نور په فارسي او عربي ژبو نه پوهيدل، د ۱۹۴۱ نه وروسته په کلي ډول روسي ژبه مروجه شوه، د دې ګټه کمونستانو ته دا په لاس ورغله چې هر هغه کتاب يا کومه بله لیکنه چې د کمونیزم، الحاد،، بی لارۍ او فساد او افساد لپاره وه، هر چا ترې په آسانۍ سره استفاده کولای شوه او هر هغه کتاب چې چا ته يې اسلام ورزده کاوو لومړی خو نه موندل کیدو او که به وموندل شو نو څوک به پرې نه پوهيدل، د مثال په ډول که زه همدا ليکنه په پښتو وليکم خو رسم الخط يې لاتيني يا روسي وي نو آيا څوک به پرې پوه شي؟ سره له دې چې تاسو په پښتو ژبه پوهيږئ،  هیڅکله به پرې پوه نشئ، نو کله چې يو شخص په خپله ژبه پوه نشي دا ثابته خبره ده چې د خپل ماضي سره به يې اړیکې پرې او د يرغلګرو په مکر به د فنا په لور تهدیدیږي، بالآخره دغه قشر په لاعلمۍ سره د کمونستانو او يرغلګرو په پښو ګامونه اخیستل پیل کړل او د هغوی لارښوونې يې پرته له تعقل منلې او د کمونستانو سره یې په اخلاص او صداقت سره خپل نوی ژوند پیل کړ د هغوی سره به نور اوګه په اوګه په نورو هيوادونو کې د اتحاد جماهير روسيه لپاره د جنګونو او سرښندنو لپاره په خوښۍ سره تلل.

دا هغه تګلاره وه چې کمونستانو خپله کړې وه، او یواځې یې د محکومو او مستضعفو هیوادونو د وګړو د ژبې په له منځه وړلو سره یې غوښتل خپل شوم هدف ته ورسیږي.

له بلې خوا د دې شومې پدیدې تر څنګ د مسلمانانو پر خلاف منفي تبلیغات هم روان ساتي لکه نن سبا چې د امریکا او طالبانو تر مینځ له یوې خوا د سولې مذاکرات روان دي او له بلې خوا د طالبانو پر خلاف له زهرو ډک تبلیغات پر مخ بیایي.

اوس زمونږ په هيواد کې پخواني بقایا ملحدين + غربي سیکولرستان او د همفکرۍ په اصطلاح روڼ اندي خو په اصل کې ړوند اندي په نوم افغانان پدې هڅه کې دي چې پښتو له منځه يوسي، او مونږ هم د منځینۍ آسیا د مسلمانانو په څير په تدریجي توګه له مینځه یوسي او پوپناه مو کړي. نو ځکه د تودې جګړې تر څنګ دغه سړه جګړه چې رواني جګړه هم ورته ویلای شو روانه وساتي.

مخکینې مطلب

مسلمان ځوانه! د ژوند اصلي مسير درک کړه!

بل مطلب

قطر: ښايي نن د طالبانو او امريکا خبرې له پرمختګ سره پای ته ورسېږي

ځانګړي مطالب

تبصرې

د ایران نوی مذهبي مشرتابه؛ مجتبي خامنه اي څوک دی؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 9, 2026
تبصرې

اروپا د نسلونو له کمي سره مخ ده

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 15, 2025
تبصرې

د افغانستان په هکله د سيمې د هيوادونو مثبت فکري بدلون

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
دسمبر 10, 2025
تبصرې

اقتصادي تحول او ځان بساینه: پر زېربنا د تمرکز تګلاره

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 12, 2025
تبصرې

امنیت د فشار له لارې نه، د ګډې ارادې په ځواک تأمینيږي

نشرونکی: مفتی احسان الله بلال
نوومبر 8, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    22 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د ایران-امریکا مذاکرات؛ اسلام آباد کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای شوي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

افغانستان او ترکیې د آنتالیا فورم په څنډه کې د سوداګرۍ پر پراختیا او پانګونې پر زیاتوالي خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com