خلیلزاد: ناټو او امریکا د افغانستان داوږدې جګړې ختمول غواړي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ ل)

 دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یوځل بیا دافغان کشالې دحل په موخه د اوو هېوادونو په سفر دی ، نوموړي په بروکسل کې د ناټو له چارواکو سره کتلي دي او د افغان سولې په اړه یې خبرې ورسره کړې دي. د زلمي خلیلزاد په خبره د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د خبرو پر مهال دواړو لورو ویلي، چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې پای ته رسولو، سولې راوستلو او امنیت تامینولو ته ژمن دي. زلمي خلیلزاد ویلي چې دمګړی د ناټو او امریکايي ځواکونه اوږه په اوږه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه مخ ته وړي او هڅه کوي افغانستان ته امنیت او ثبات راولي. خلیلزاد زیاته کړې چې ناټو په بشپړه توګه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي او هیله لري چې د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو له لارې په دغه هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسول شي.

خلیلزاد به څو ونۍ باد دطالبانو له مذاکراتي ټیم سره یوځل بیا په قطر کې جرګه شي، اوپه منتخبوموضوعاتوبه هراړخیز بحثونه وکړي، له دغوناستو موجوده حکومت ویره لري، خوافغان ملت ورته خوشبین دی.

دڅېړونکوپه باور؛ راتلونکې ناسته به حساسه او له لاسته راوړنو ډکه وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button