ایټالیا: امریکا دې په موږ نیوکې نه کوي، خپل پور دې ادا کړي

کابل ټکی کام ( شنبه، ۱۰ وری، ۱۳۹۸ ل )

دایټالیا هېودا دامریکا په نیوکو توند غبرګون ښودلی، اوويلي یې دي؛ امریکا دې د چین پورونه پرې کړي. ایټالیا د جي اووم  غړی هېواد دی او د چین له یو کمربند یوې لارې پروژې سره یو ځای شو. دا لومړنی اروپايي هېواد دی چې د چین له دغه سترې پروژې سره یو ځای کېږي او دې مسئلې د امریکا غوسه پارولې ده. امریکايي چارواکو ویلي وو، ایټالیا ته نه ده په کار چې په دغه پروژه کې له چین سره یو ځای شي. خو ایټالیا وايي، امریکا دې د ورته څرګندونو پر ځای تر هر څه وړاندې د چین پورونه پرې کړي. د ایټالیا د پراختیا او اقتصاد وزیر ویلي، دوی د خپل هېواد د پرمختګ لپاره له دغه سترې پروژې سره یو ځای شوي او ښايي نور اروپايي هېوادونه هم ژر له دغه پروژې سره د وصلېدو لپاره خپل تیاری وښيي.

یادونه باید وکړو چې امریکا همېش دخپل اقتصادي، اونظامي قوت دبرقرار ساتلو پخاطر دنورو نړیوالو هیوادونو اقتصادي، اونظامي قوت غندلی اوځپلی دی، اوس چې امریکا دافغانستان په  قضیه کې بنده پاتې ده، نه یې پخوانی واک، اونه دبدبه شته، نوځکه دکوچنیو ممالکو لطرفه ددوی هره نیوکه په غاښ ماتونکو پیغورونو جوابېږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button