دولسمشرۍ درې نورو نوماندانو هم له مشورتي لویې جرګې سره پرېکون اعلان کړ

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل)
په افغانستان کې دمشورتي لویې جرګې دتقبیح کولو پردوام نن درې نوماندانو له دې جرګې سره پریکون اعلان کړ.
د ولسمشرۍ دريو نوماندانو لکه هر یو نورالحق علومي، احمدولي مسعود او فرامرز تمنا هم ،د بيلابيلو اعلاميو په خپرولو سره له راتلونکې مشورتي لويې جرګې سره خپل پريکون اعلان کړی دی.
له دې وړاندې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم، د ملي امنیت د پخواني سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم او د رحمت الله نبيل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنيز ټيم له جوړېدونکې مشورتي لويې جرګې سره پريکون اعلان کړی وو، دغه ټیمونه وایي، دا جرګه له سولې او ثبات سره کومه مرسته نه شي کولی او د شخصي ګټو لپاره جوړېږي.
وسلوالو طالبانو هم راتلونکې جرګه حکومتي بللې ده، اودافغانستان په ملت یې غږ کړی دی چې ګډون باید پکې ونکي.



