هلمند: د درېیمې لوا د درېیم کنډک قومندان وژل شوی

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې تیره شپه د ملي اردو د سرتیرو یو قومندان له دوو ساتونکو سره یوځای وژل شوی دی

۲۱۵ میوند قول اردو هم د قومندان وژل کیدل تائید کړي او ویلي یې دي، چې د چاه نجیر په سیمه کې د درېیمې لوا د درېیم کنډک قومندان شیر احمد د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی

که څه هم ۲۱۵ میوند قول اردو د نورې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو طلوع ته یو بلې امنیتي سرچینې ویلي چې ۴ تنو نورو امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم په خپل ټویټر د نوموړي قومندان د وژل کیدو خبر ورکړی دی

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د تیرې جمې په ورځ نوي پسرلني عملیات اعلان کړل، چې له هغې ورځې راپدېخوا یې خپلو بریدونو ته ډیر زور ورکړی دی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button