کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
د سپاه پاسداران مشر نن امریکا سره دخپلو خبرو له کولو انکار کړی دی،نوموړي زیاته کړې، چې
امریکا سره خبرې د تسلیمېدو په مانا دي.
د ایران د سپاه پاسداران ځواک مشر قاسم سلیماني وړاندې ویلي، له امریکا سره خبرو کولو ته حاضر نه یو، ځکه چې موږ هاغه نه یو چې تسلیم دې شو، او تهران به په اوس وخت کې په هیڅ صورت له امریکا سره خبرو ته حاضر نه شي.
هغه ویلي، دښمن غواړي دوی د بندیزونو او فشارونو له لارې خبرو ته حاضر کړي او که چېرته ایران ورسره خبرو ته کېني نو دا په دې مانا ده چې تهران ورته تسلیمېږي چې دا خبره په هیڅ صورت د ایرانیانو لپاره د منلو وړ نه ده او هیڅکله به دې ذلالت ته ځان ورنه کړي.
نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې څو ورځې وړاندې د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، که امریکا پر ایران د لګولو شویو بندیزونو له امله بښنه وغواړي دوی چمتو دي وسره خبرو ته کېني.
داسې رپوټونه هم ورکول شوي چې ایران دامریکا له بل سرسخت هېواد شمالي کوریا سره دتعلقاتو په سمون بوخت دی، چې دابه امریکا ته یوبل سیاسي ګوزار او سرخوږی جوړ کړي.


















