ولسمشر غني کله نا کله هوا ګزوي!!

غورځنګ
له کوم وخته چې ولسمشر غني واک ته رسېدلی دی نو له هغه وخته که رښتيا او حق ووایو نو د هېواد د مختلفو سرحداتو او لوريو پر سر ښکاره او څرګندې معاملې شروع شوي دي، يعنې که د ولسمشر د واک ته رسېدلو حالات راياد کړو نو پکې وبه مومو چې ده په څومره ناپوهۍ او بې فکرۍ د افغانستان قباله امریکا ته ورکړه او بیا يې په دغه تاريخي بدنامه معامله باندې د امنيتي او ستراتيژيک تړون نوم هم کېښود او د دې پواسطه يې ټول افغانستان پر امريکايانو خرڅ کړ، چې دا دی امريکايان که اوس پر افغان ولس باندې هر څومره بمبارونه، وحشتونه، او نور هر ډول ظلمونه تر سره کوي، کوي به يې، خو يو افغان هم د خولې د چوله کولو حق نه لري چې د امریکا او د امريکا د ملګرو روان ظلمونه وغندي.
همداشان که وګورو چې د ولسمشر د واکمنۍ پر مهال د افغانستان ښکتنۍ حصه (ډيورنډ لاين) هم چې د انګرېزانو پواسطه له افغانستان څخه جلا شوې سیمه ده، او دغه سيمه ولسمشر له پاکستان سره د يوې معاملې په ترڅ کې لاسليک کړه.
بل ځای د ډيورنډ په اوږدو کې د کندهار په سبين بولدک خوا او شا کې يې هم مختلف کلي د جنرال عبدالرازق پواسطه په پاکستا باندې وپلورل،
چې دې لاسليکونو او خرڅولو سره افغانانو ته په مادي او معنوي لحاظ ډېر زيات تاريخي زيانونه واوښتل، يو خو دا چې دغه سيمې چې افغانانو يې دعوه درلودله چې ګواکې زمونږ د هېواد ځمکې دي، په دايمي ډول د افغانانو له لاسونو ووتلې او دا دی خاردار سیم هم پرې مخ په بشپړېدلو دی چې په دې واسطه خو افغانانو ته اقتصادي تاوانونه دومره زيات واوښتل چې شمېرل يې ګران کار دی.
خو دا چې ولسمشر د هرې سيمې د خرڅولو په ترڅ کې وخت ناوخته وايي چې بديله لار يې لرم، او بيا وايي چې بديله لاره يې هوايي دهلېزونه دي تر څو افغانان وکولی شي چې خپل تجارتي مالونه د هوايي دهلېزونو له لارې نورې نړۍ ته ولېږدوي. کله وايي چې د افغانستان کچالو به د هوايي دهليز له لارې پلانکي هېواد ته لاړ شي او هلته به په لوړه بيه خرڅ او کله بيا له هېواد څخه د هوايي دهلېز په کارولو سره د نورو تجارتي مالونو د لېږلو ادعا کوي. چې په حقيقت کې دا دعواوې يوازې د خولې خبرې دي.
او په عمل کې هېڅ هم نشته.
خو ولسمشر ته چې په افغانستان کې يوازې له ښکنځلمارانو او يو څو تنو فسبوکيانو څخه علاوه نور څوک ملاتړي نه دي ورپاتې نو ځکه د هوايي دهلېزونو له خبرو څخه هم د انتخاباتي کمپاين په څېر کار اخلي او هڅه کوي چې د هوايي دهلېزونو پواسطه د ملت په سترګو کې خاورې ور واچوي او ملت اړ شي تر څو ده ته رائيه ورکړي.
همداشان ولسمشر په دې واسطه هڅه کوي چې د هوايي دهلېزونوپه يادولو او د لويې جرګې په جوړولو سره د افغان ملت فکر بل لور ته واړوي او د ملي تلفاتو جرائم چې ولسمشر يې تر سره کوي؛ د خلکو له اذهانو څخه وباسي.



