کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
امریکا غواړي چې په ایران برید وکړي او په ایران کې اوسنی حکومتي نظام بدل کړي.
دا خبرې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف کړي دي.
نوموړي ویلي چې امریکا د اسرائیلو، سعودي عربستان او ځینو نورو هیوادونو په اشاره غواړي په ایران برید وکړي او د ایران نظام ته تغیر ورکړي خو په خبره یې چې ایران تیار دی د امریکا د احتمالي برید په صورت کې د ځان دفاع وکړي.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د جواد ظریف د دې خبرو په غبرګون کې ویلي، د امریکا هدف د ایراني نظام بدلول نه، بلکې غواړي چې د نړۍوالو په وړاندې د ایران په چلند کې تغیر راولي.
په دې وروستیو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د امریکا په خلاف سختې څرګندونې پیل کړي دي.
نوموړي تیره ورځ ویلي وو چې ممکن ایران د وسلو د پراختیا د مخنیوي له تړونه هم ووځي او په وینا یې چې دا کار به د امریکا د وروستیو فشارونو په جواب کې وکړي.


















