سکاټ میلر له هغو سرتیرو لیدنه کړې چې د لویې جرګې امنیت ساتي

کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۹ غوايي ، ۱۳۹۸ل)

په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر له هغو سرتیرو لیدنه کړې چې د لویې جرګې امنیت یې نیولی دی.

له سکاټ میلر سره د کورنیو چارو مرستیال وزیر خوشال سادات هم وو چې د امنیتي ځواکونو له پوستو یې لیدنه وکړه.

سکاټ میلر په داسې حال کې له امنیتي پوستو څخه لیدنه کوي چې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته ویلي د امنیت د ټینګښت لپاره یو بهرنی پوځي هم نه دی ګمارل شوی.

نن په کابل کې د لویې مشورتي جرګې تر عنوان لاندې یوه غونډه روانه ده چې د حکومت د سیاسي مخالفینو له لوري د ولسمشر غني لخوا یوه کمپایني هڅه بلل کیږي او زیات شمیر سیاسي څیرو پکې له دې امله ګډون نه دی کړی چې په وینا یې دا د سولې د روانو هڅو د سبوتاژ هڅه ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button