څارنوال حشمت عبیدی
له پیل نه معلومه وه چې جرګه د دیني عالمانو په نوم هغې غونډې ته ورته وه چې د پولي تخنیک په لویه خیمه کې د امریکا په مالي لګښت جوړه شوې وه چې پریکړې له مخکې تیاره لیکل شوې وه او درباري عالمان یې یواځې د دې لپاره د یو څو محدودو روپیو په بدل کې راغونډ کړي وو چې د دوی په نوم تمامه شي.
د جرګې لوبه هم ورته غونډه وه، مسوده مخکې له مخکې د اشرف غني ، سیاف او څو نورو لنډغرو لخوا مخکې له مخکې اماده او لیکل شوې وه، د جرګې د مشرتوب لپاره سیاف مخکې له مخکې غوره شوی و، چې دا خبره سیاف په خپله وینا کې بربنډه کړه او ویې ویل چې ما دوی ته خپل معذرت وړاندې کړ چې زه مشکلات لرم دغه مشري نه شم کولای خو دوی ونه منله، همدا راز ډیری هغو ګډونوالو چې نسبتا آزاد کسان وو رسنیو ته په څرګنده وویل چې هر څه مخکې له مخکې اماده او تیار شوي وو نظر له مونږ اخیستل کیدو خو د کمیټې مشر به د سټیج پر سر هغه څه ویل چې د حکومت لخوا مخکې له مخکې ورته په چاپي بڼه لیکل شوي او سپارل شوي وو.
تر دې هر څه به تیر شو را به شو دې ته ستر جنایت ته چې دغې جرګې نه د یو نیم ملیون شهیدانو یادونه وکړه او نه یې د هغوی سرښندنو ته کومه اشاره وکړه او نه یې د هغوی د آرمان په اړه کوم لفظ له خولې وویست او نه یې د هغوی د کونډو او یتیمانو او معلولینو په اړه کوم تسلیت ووایه، سربیره پر دې په روانو سپیو (شپنیو) چاپو او د کوچني ماشومانو او بېګناه ښځو د وژل کیدا په اړه خپلې ګونګې خولې خلاصې کړې، او نه یې د خلکو د دروازو او کورونو په بمونو الوزلو په اړه څه وویل بلکې لا یې امنیتي ارګانونه وستایل او د هغوی ننګه یې اعلان کړه، نو تر دې معلومه شوه چې دا خلک د یو څو روپیو په خاطر دغې غونډې ته حاضر شوي و او پریکړه مخکې له مخکې د امریکا د سفارت سره په مشورې د حکومت لیکلي و او د ګډونوالو په نوم تمام شو.
طالبانو هم اعلان وکړ چې ګډونوال هغه خلک وو چې له پخوا یې له امریکایانو سره پټې اړیکې درلودې خو اوس یې څیرې رسوا شوې او کیدای شي طالبان یې له په نښه هم کړي، ځکه چې تر اوسه پټ وو او اوس یې له یوه پلونه ځانونه څرګند کړل او له بل پلوه یې په څرګند ډول له باطل نه دفاع او د حق غندنه وکړه او تر ټولو ستر جنایت یې لا دا چې د یونیم شهیدانو سپکاوی یې وکړ او پر روانو حشیانه چاپو یې هم سترګې پټې کړې.
دغه ډول له عقل نه خلاص خلک د یو څو روپیو او بې ځایه شهرت په بدل کې خپل ځانونه په خطر کې اچوي چې خسر الدنیا و الآخره به شي.


















