جواد ظریف عراق ته تللی

کابل ټکی کام(یکشنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۸)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د عراق پلازمېنه بغداد ته رسیدلی دی.
جواد ظریف وروسته له هغه سیمې او نړۍ ته په سفرونو بوخت دی چې د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو خړپړوالي سیمه له احتمالي ګواښ سره مخ کړې ده.
ظریف به په عراق کې د دې هیواد له لومړي وزیر عادل عبدالمهدي تر څنګ له خپل سیال سره هم وګوري.
دوی به د سیمې په روانو حالاتو سره وغږیږي او د ایران او امریکا د موضوع په اړه به هم بحث سره وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د عراق لومړي وزیر عبدالمهدي ویلي وو چې دوی یو هیئت ټاکلی او غواړي د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ راکم کړي.
نوموړي ویلي وو چې د دوی هیئت له دواړو لورو سره غږیدلی او دواړو خواوو ورته ویلي چې جګړه نه غواړي.
ایران د امریکا له سخت اقتصادي او پوځي بندیزونو سره مخ دی خو ایراني چارواکي دا بندیزونه بابیزه ګڼي او په غبرګون کې یې د اتومي تړون ځینې مادې ماتې کړي.



