د مهسا قاتلین په ۳۰ کاله بند محکوم شول

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۸)

نن په کابل کې د مهسا د قاتلینو لومړنۍ محکمه ترسره شوه چې له مخې یې دوی ته د بند سزا واورول شوه.

مهسا څه وخت مخکې د دې کسانو لخوا اختطاف او بیا ووژل شوه.

ابتدائي محکمې د مهسا قاتلینو ته د ۳۰ کاله بند سزا اورولې ده.

دا محکمه نن په کابل کې په علني ډول ترسره شوه او د مهسا د کورنۍ غړي موجود وو چې محکمې د مهسا د قتل په تور نیول شویو کسانو ته د ۳۰ کاله بند سزا واوروله.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې د داسې کسانو محکمه په علني ډول ترسره کیږي.

باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د مهسا د قتل غوندې پیښې رامنځته شوي او ځله وړاندې هم په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ماشومانو د اختطاف قضیې مخې ته راغلي خو حکومت یې په اړه هیڅ جديت نه دی ښودلی.

په حکومت تور دی چې داسې پیښو ته هېڅ توجه نه کوي او د داسې کړنو د عاملینو په مخنیوي کې هم پاتې راغلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button