کابل ټکی کام( یکشنبه، ۵غبرګولي، ۱۳۹۸)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د سیمې امنیت تر افغانستان پورې تړلی بولي.
قریشي ویلي، افغانستان په سیمه کې یو مهم هیواد دی او ترڅو چې هلته امنیت نه وي راغلی، سیمه به هم بې امنه او بې ثباته وي.
محمود قریشي چې نن یې په ملتان ښار کې یوې غونډې ته وینا کوله، د افغان سولې په اړه وویل چې هیواد یې تل هڅه کوي ترڅو افغانستان په باثباته هیواد بدل کړي.
د ده په وینا چې دوی تل هڅه او ټینګار کړی چې د افغانستان معضله د سیاسي لارو چارو حل و فصل شي.
قریشي ډاډ ورکړی چې د افغان سولې په اړه به لازم اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې به له هېڅ راز همکارۍ څخه مخ وانه وړي.
نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شپږم پړاو خبرې خلاصې شوي او د بل پړاو خبرو د پیل نیټه رانږدې کیدونکې ده.


















