المان: په بهرنیو هېوادونو کې مو دپوځ زدګړو ګډوډي رامنځته کړې
کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۶ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
بهرنیو هېوادو کې دالماني پوځیانو زدګړو په المان کې دپوځ حالات ګډ وډ کړي.
الماني رسنیو د راپورونو له مخې دمګړی د المان زرګونه پوځيان له هېواده بهر نظامي او تمریني فعالیتونه ترسره کوي.
په راپور کې راځي چې دې مسئلې د المان په پوځ کې ګډوډي رامنځته کړې او له دفاع وزارت یې د انسجام لاره ورکړه کړې ده.
د سرچینې په خبره د المان سلګونه سرتېري روانې ستونزې لري، روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري او ددې اړتیا ده، چې سرتېري وخت په وخت وروزل شي، خو په ګډوډو ځایونو کې د سرتېرو حضور ددې سبب شوی چې د یادو چارو تنظیم له الماني حکومت ګډوډ شي.
رسنۍ وايي چې المان دمګړی په افغانستان کې هم څه باندې ۱۷۰۰ سرتېري لري او المانی حکومت ددغه سرتېرو له تنظیم سره هم ستونزه لري.
څه وخت وړاندې المان دداخلي مشکلاتو له امله له افغانستان څخه دخپلو سرتېرو داخراج خبره هم کړې وه، خوتراوسه یې لا کوم ښکاره اقدام ندی کړی.



