کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۶ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د اروزګان یوشمېر ځايي اوسېدونکي د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د تېر کال په څېر دې د کوچني اختر په مناسبت اوربند اعلان کړي او جګړه دې ودروي.
افغان دولت او طالبانو تېر ۱۳۹۷ لمریز کال د کوچني اختر په مناسبت په هېواد کې د لومړي ځل لپاره موقت اوربند پرېکړه وکړه چې د دولت له خوا د يوې میاشتې او طالبانو بيا د درېيو ورځو لپاره جګړه ودروله او اوربند ټينګ شو.
د اروزګان یوه قومي مخور معلم رحمت الله وایي، سوله د ټولو ولسونو هیله ده او تل یې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې ورور وژنه ودروي. هغه چې د روانې جګړې یوه قرباني او د کورنۍ غړي یې له لاسه ورکړي، وایي د افغان دولت او طالبانو د سولې کولو غوښتنه کوي.
د اروزګان والي محمد شفیق اسدالله سعید وایې، دغه ولایت د هېواد د نورو ولایتونو په پرتله زیات جګړه ځپلی دی او وروستیو درې کلنو جګړو یې هر څه له منځه وړي دي.
والي وایي، د سولې په راتګ سره به ټول ولسونه ارام او هوساه ژوند ولري. د اروزګان والي یو ځل بیا له طالب چارواکو دجګړې دبندېدا غوښتنه وکړه.
خو دوسلوالو طالبانو ویاند نږدې یوه ونۍ وړاندې یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي وو چې ددوی مشرانو لاهم راتلونکي اختر ته داوربند پرېکړه نده کړې.


















