کابل ټکی کام ( چهارشنبه، ۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې مسکو افغانستان سره دخپلو راوبطو سلمه کلیزه ولمانځله، اودې لمانځغونډې ته یې دافغان سیاسیونو ترڅنګ دطالبانو استازي هم ور وبلل، دروسی ديپلومات وایي چې دی به د امریکا له ځانګړي استازي سره د افغانستان پر مسئله یوځل بیا اهمې خبرې وکړي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې په نږدې راتلونکې کې به د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري. ده نه دي ویلي چې ددغه لیدنې دقیقه نېټه به کومه وي خو وایي په نږدې راتلونکې کې د دواړو لورو لیدنه په پلان کې ده.
تر دې وړاندې هم زلمي خلیلزاد او ضمیر کابلوف د افغان سولې په اړه څو ځله لیدنې کتنې لرلې وې. کابلوف داسې مهال له امریکایي استازي سره د لیدنې خبره کوي چې مسکو پرون د طالبانو، افغان سیاستوالو او او سیاسي څېرو د غونډې کوربه و.
په دې غونډه کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او بین الافغاني مذاکراتو ټینګار وشو.
نن دچهارشنبې په ورځ چې دغبرګولي اتمې نېټې سره سمون خوري، دمسکو دتېرې بین الافغانی غونډې په تعقیب یوه بله غونډه روانه ده چې افغان سیاستوال او طالبان به پکې هراړخیز بحث وکړي.

















