کابل ټکی کام( چهار شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۸)
سبا پنجشنبه به ولسمشر غني سعودي عربستان ته ولاړ شي.
د ولسمشر غني ویاند هارون چخانسوري وایي، چې ولسمشر به هلته د اسلامي هیوادونو ترمنځ په جوړېدونکې غونډه کې ګډون وکړي.
دا اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان دا ۱۴ مه ناسته ده چې په سعودي عربستان کې جوړیږي.
ولسمشر غني په داسې حال کې سعودي عربستان ته روان دی چې ممکن له اختره وروسته پاکستان ته هم سفر وکړي.
د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب اسلام اباد ته د سفر یوه موخه همدا ښودل شوې چې هلته د ولسمشر غني لپاره له اختره وروسته د سفر زمینه سازي وکړي او له پاکستاني چارواکو سره پرې وغږیږي.
ولسمشر غني کابو یوه میاشت وړاندې له عمران خان سره تلفوني اړیکه نیولې وه چې بیا عمران خان ورته د پاکستان د ورتګ بلنه ورکړه.
















