کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دسعودي عرب او ایران دکړکېچ تر خرابتیا وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، هېواد یې له ایران سره په جګړه کې ښکېلېدل نه غواړي خو دا هم نشي زغملی چې دښمنان یې غیر ضروري او پاروونکي فعالیتونه وکړي.
هغه دا خبرې له دوو سرمشریزو جوړېدو مخکې کړې دي. دا دوه سرمشریزې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیر په خلیج کې د وضعیت د کنټرول په موخه راتلونکې جمعه په مکه ښار کې جوړوي.
الجبیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ایران سره به خبرې وکړي او کنه وویل، دا د عمل وخت دی نه د خبرو ایران باید خپل کړه وړه سم کړي او باید په سیمه کې د وضعیت د خرابېدو مخنیوی وکړي.
دا کړکېچ وروسته ترهغې اوج ته ورسېد چې دسعودي دتېلو ټانکر دنامعلومو وسلوالو له لوري په نښه شول، او دوی یې پړه پر ایران ور واچوله.
خوداچې د ایران او امریکا اختلاف زیات شوی، اوسعودي هم ددې کړکېچ د لا ترینګلتیا لپاره دایران پروړاندې په اقداماتو لاس پورې کوي؛ کارپوهان یې دسعودي په زیان بولي، دوی دسعودي لپاره دامریکا _ ایران ترمنځ دبېطرفۍ سپارښتنه کوي.















