ډاکټر یوسف اکبري
که څه هم تر ډیره وخته ځینې ساده لوح خلک چې اسلام یې په مکمله توګه ندی زده کړی او یا ندی مطالعه کړی په دې اند وو چې ګوندې طالبان په سیاست کې تر نورو کمه پوهه لري ځکه چې دا یواځې د دېن عالمان دي او دوی فکر کوي چې ګوندې دین بیل او سیاست یو بیل شی دی، او له دې نه دی خبر چې دین سیاست او سیاست پخپله دین دی، د دین سیاست یو صادقانه، ریښتونی ، منطقي او د آسماني شریعت پر بنسټ ولاړ سیاست دی. اما د غیر اسلامي سیاستونو په اړه علماء کاږي چې:
السیاسة هی الوصول الی الهدف عن طریق الغش و الخیانة و الکذب و المکر والظلم.
یعنې د چل، خیانت، درواغو مکر او ظلم له لارې ځان هدف ته رسولو ته سیاست وایي. که نن سبا غیر شرعي سیاستونو ته نظر واچوو هو بهو همدغه بوږنوونکی حالت دی او په دې کې هیڅوک شک قدرې هم نشي کولای. او که د رسول الله او صحابه کرامو سیاستونه څوک مطالعه کړي نو غونی به یې ورته زیګ شي.
دا چې د طالبانو سیاست یو سوچه اسلامي او شرعي سیاست دی او شرعي سیاست لکه چې معلومه ده آسماني او د الله تعالی لخوا لارښوونه شوی سیاست دی ځکه نو په هر ځای کې پخپله ځلیږي، بریالی کیږي، ماتې نه خوري، خلکو او ټولنو ته د هوساینې سبب کیږي.
په دې ورځو کې په مسکو کې د افغانستان او مسکو تر مینځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د سلمې کلیزې د لمانځنې په موخه غونډه رابلل شوې ده او لکه چې د غونډې له نوم نه معلومیږي باید چې په یاده غونډه کې د افغانستان او روسیې تر مینځ د ډیپلوماتیکو تیرو اوسنیو او راتلونکو اړیکو په اړه بحث او د نظر تبادلې صورت ونیسي په دې معنا چې دا اړیکې کله او په کوم اساس پیل شوې څو پړاوونه یې درلودل او په هر پړاو کې څه پیښ شول او مثبت او منفي نتایج یې څه وو او همدا راز د راتلونکي لپاره له دې اړیکو نه څه ډول استفاده وشي او څه ډول پلانونه ورته طرحه شي؟
خو په تأسف سره چې د افغانستان نه مسکو ته تللي نور هسې په نوم سیاسي مشران چې په ماشیني توګه سیاسیون شوي دي چې نه یې د دنیا سیاست لوستلې او مطالعه کړی او نه هم د دین له سیاست نه برخمن دی، بس لکه د افغانستان د نظامي جنرالانو په څیر د څلویښت کلنې جګړې په ناخوالو کې وچ په وچه زیږدلي ځکه چې میدان خالي دی هر سړی پخپل سر چا ځان جنرال کړی او چا سیاستمدار.
د غو په نوم سیاسیونو پرته له دې چې اجندا ته نظر وکړي او په دیپلوماسۍ پوه شي، د غونډې په اړه یې سر خلاص شي او له موضوع سره سم وغږیږي، پخپل سر یې د سولې په اړه خبرې پیل کړې، چې کوربه هیواد یې حیران کړ، او ډیر زر یې خبرې ورلنډې او ور پرې کړې او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ضمیر کابلوف ورته په ځواب کې وویل چې زمونږ فعلي مجلس او ناسته یا غونډه د افغانستان او روسیې د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه ده نه د سولې په اړه او د سولې په اړه غونډې ته به بل وخت بیا تابیا ونیسو او چانس به ورکړو.
په تعقیب یې دیني سیاستمدار ملا امیر خان متقي د افغانستان او روسیې تر مینځ د سلن کلنو ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه مفصله رڼا واچوله او د یادو اړیکو د پیل نه نیولې آن پر ټولو پړاوونو یې خبرې وکړې، او د یادو اړیکو منفي او مثبتې نکتې یې ټولې په ګوته کړې او پر افغانستان یې د شوروي اتحاد لخوا د یرغل عمل هم یو ستر منفي عمل وګڼلو او ویې ویل چې د روسانو دغه عمل هم روسیې او هم افغانستان ته بې ساري زیانونه واړول، او په راتلونکې کې باید دا ډول عملونو ځان وساتو.
اوس به ډیری خلک پر دې پوه شوي وي چې آیا د افغانستان په نوم سیاست مداران چې مسکو ته تللي په سیاست او دیپلوماسۍ ښه پوهیږي او که پر دین پوه دیني عالمان؟؟؟















