کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
داځل چین د افغان سولې په تړاو د راتلونکې ناستې کوربه توب کوي.
د مسکو د بین الافغاني مذاکراتو پروسې سره چین، امریکا او یو شمېر ګاونډي هېوادونه هم یوځای کیږي.
د کابل نيوز د خبر له مخې ،د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې دوی په یوه درېګوني (روسیې، چین او امریکا) چوکاټ کې د افغان سولې د راتلونکې ناستې لپاره تیاری نیسي.
کابلوف وايي، چې د راتلونکي مجلس کوربه توب د چین پرغاړه دی.
له دې وړاندې د اپریل پر ۲۵مه مسکو د افغان سولې په تړاو د چین، روسیې او امریکا د ګډې ناستې کوربه و.
همدارنګه دتېرې ورځې راهیسې هم مسکو دبین الافغاني ناستې کوربه وو، په دې ناسته کې یوشمېر سیاسیونو او دطالبانو استازو ګډون کړی وو چې نن دغبرګولي پر نهمه نېټه دیو پرېکړه لیک پر صادرولو پای ته ورسېده، اوپه راتلونکي کې دداسې ناستو پر جوړولو ژمنه وسوه.















