پمپیو: په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځي وژل کیدل به ایران سخت پوروړی کړي

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۹ غبرګولي، ۱۳۹۸)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو عراق ته د نااعلان شوي سفر پر مهال ویلي چې په منځني ختیځ کې د امریکا د یو پوځي وژل کیدل به ایران سخت پوروړی کړي.
پمپیو دا خبر په داسې حال کې کوي چې امریکا په منځني ختیځ کې د دوی په پوځونو د برید خبره کوي او وایي چې دا د ایران لخوا شوی دی.
مایک پمپیو وایي د امریکا په وړاندې د ایران اوسنی دریځ به ایران له ډیرو سختو مشکلاتو سره مخ کړي.
دی وایي ایران به سخت پوروړی شي او په خبره یې دا پور به بیا په ډیره مشکله سره پرې کړای شي.
په ورته وخت کې د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې ایران په هېڅ کوم هیواد د برید پلان نه لري خو زیاتوي چې وړتیا لري ترڅو پر تهران د هر رنګه برید ځواب ووایي.
امریکا به دې وروستیو کې ایران تر سخت فشار لاندې راوستی او په عمان کې د تیلو پر کښتیو برید هم د ایران کار ګڼي خو ایران دا تورونه ردوي.
مخکښ امریکایي سناتور سندرز ویلي چې امریکا ایران ته پلمه لتوي ترڅو برید پرې وکړي خو په وینا یې دی به امریکا دې کار ته پرینږدي.



