ملګري ملتونه: سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په وژنه کې لاس لري

کابل ټکی کام( چهارشنبه، ۲۹ غبرګولي، ۱۳۹۸)
ملګرو ملتونو ته د بې محاکمې وژنو د ریپوټ ورکولو مسؤله اګنیس کالامار وایي داسې اسناد ترلاسه شوي چې له مخې یې د خاشقجي په وژنه کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لاس لرل په ډاګه کیږي.
کالامار وایي چې د ولیعهد په شمول ځیني نور لوړپوړي عرب چارواکي هم د خاشقجي په وژنه کې ښکېل دي او په وینا یې چې اوس باید د شته شواهدو په رڼا کې نړیواله بې پري څیړنه وشي.
جمال خاشقجي په واشنګټن کې اوسېده، نوموړي په محمد بن سلمان سختې نیوکې کولې چې ویل کیږي له همدې امله ووژل شو.
ترکیه د خاشقجي د وژنې پړه پر سعودي وراچوي، نوموړی د امریکا سفارت ته له ننوتلو وروسته بیا ژوندی ونه لیدل شو.
سعودي وایي، دا یوه خپلسرې وژنه وه او د چارواکو لاس لرل پکې ردوي.
کالامار په چمتو کړي ریپوټ کې ویلي چې محمد بن سلمان باید د ملګرو ملتونو د بندیزونو سره مخ شي.



