وليد المعلم: چين، روسيه، سوريه او نړيواله ټولنه بايد دامريکا له اقتصادي تروريزم سره مبارزه وکړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۲۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید المعلم دامريکا وروستي اقدامات غندلي، اوددی هېواد داقتصادي جګړې خلاف يې دبالمثل اقداماتو غوښتنه کړې.

وليد وایي، چین، روسيه، سوریه او نړیواله ټولنه باید د امریکا له اقتصادي تروریزم سره کلکه مبارزه وکړي. معلم دا څرګندونې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یې سره په لیدنه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، د امریکا اقدامات د نړیوالو قوانینو تر پښو لاندې کول دي او پر نړیوالو اړیکو هم منفي اغېز درلودلی شي.

معلم زیاته کړې، امریکا هڅه کوي نړۍ د ځان تابع وګرځوي نو ځکه یې اوس اقتصادي ترهګرۍ ته مخه کړې ده.

نوموړي د امریکا د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو هم توندې نیوکې کړې دي او په دې برخه کې یې د هغه اقدامات ټولې نړۍ ته ګواښ بللی دی.

امريکا وروسته له هغه ديوشمېر هېوادونو له انتقادونو لاندې راغله چې دايران په شمول يې يوشمېر ممالک ترسختو بنديزونو لاندې راوستل، اودې شخصي رقابتونو ته يې دترهګرۍ خلاف مبارزه وويل.

مربوطه مطالب

Back to top button