کابل ټکی کام( شنبه، ۱چنګاش، ۱۳۹۸)
د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن د افغانستان شيږمه سیالي له هند سره ده.
د ننۍ لوبې پچه هند وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه چې تر دې مهاله یې یو لوبغاړی سوځیدلی او ۵۰ منډې یې جوړې کړي دي.
په ننۍ لوبه کې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان او حضرت الله ځاځی هم اخستل شوي.
دا لوبه د انګلستان هیواد په سوت همپټن لوبغالي کې روانه ده چې ګڼ شمیر افغان نندارچیان ورغلي دي.
افغانستان تر دې وړاندې په دې کپ کې پنځه لوبې کړې او ټولې یې بایللي دي.
د دوشنبې په ورځ افغان لوبډله خپله اوومه سیالي په همدې لوبغالي له بنګلدیش سره ترسره کوي.


















