مایک پومپیو: ایران کې مذهبي اقلیتونه ترسخت فشار لاندې دي

کابل ټکی کام (شنبه ، ۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو یوځل بیا په ایران سخت انتقادونه کړي او دایې یو خطرناک هېواد بللی.
پومپیو وایي، ایران د مذهبي ازادیو په برخه کې د نړۍ تر ټولو بدترین اوخطرناک هېواد دی.
نوموړي ویلي، ایران کې مذهبي اقلیتونه تر دومره فشار لاندې دي چې هیڅ وجدان یې د زغملو وړتیا نه لري.
پومپیو زیاتوي، مذهبي ازادي د ولسمشر ټرمپ د حکومت له لومړیتوبونو څخه ده، او دوی به په دې برخه کې هیڅ راز هڅه ونه سپموي.
پومپیو دغه راز ویلي، امریکا په یوازې ځان د مذهبي ازادۍ تضمین نه شي کولی نو اړینه ده ټوله نړۍ په دې برخه کې واحد نظر ولري.
هغه ویلي، ایران کې خلک په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي او حکومت یې خلک په ډېره وړه ګناه هم اعداموي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې د ترینګلتیا وروستي حد ته رسېدلې دي.
دیادونې وړ ده چې ټرمپ په دې وروستیو کې په ایران یوشمېر بندیزونه ولګول، او داحتمالي تهدید دمخنیوي لپاره یې په منځني ختیځ کې ددې هېواد خلاف یوشمېر سرتیري ځای پرځای کړل، چې دې اقدام دایران غوسه راوپاروله.



