کابل ټکی کام (شنبه ، ۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د لوګرولایت اوسېدونکي وایي، روانو ناامنیواو جګړو د دوی پر کار اوبار او سوداګریزو چارو ناوړه اغیز کړی دی.
دوی وایي، نژدې هره ورځ په ښار او لویه لاره کې د جګړو شاهدان وي.
ددغه ولایت د اوسېدونکو په خبره حکومت د امنیت په تامین کې پاتې راغلی دی او نا امنۍ په دغه ولایت کې ورځ تر بلې ډېرېږي.
راپورونه همدا راز وایي چې ددغه ولایت یوازې د ولسوالیو مرکزونه او پاخه سړکونه د حکومت په کنټرول کې دي او پاتې نورې سیمې د وسله والو طالبانو له لوري اداره کېږي.
لوګر د کابل په څنګ کې پروت ولایت دی چې تر ډېره یې امنیتي وضعیت پر پلازمینه کابل هم خپل اغېز کوي.
امنیتي ادارې بیا وایي چې دوی د امنیت د تامین او خلکو د خوندیتوب لپاره وخت پر وخت عملیات کوي او د طالبانو فعالیتونو په مخنیوي کې هڅه کوي.
پرون یوشمېر رسنیو راپور ورکړ چې دلوګرترټولو ستراتیژکه ولسوالۍ، ازره دسقوط له ګواښ سره مخ ده، ددولت ټولې اکمالاتي لارې دطالبانو له لوري تړل شوي، که مرکزي حکومت پاملرنه ونکړي ازره به ډېر ژر سقوط وکړي.


















