امریکايي چارواکی: په ایران دامریکا اقتصادي بندیزونه بې ګټې دي

کابل ټکی کام (شنبه ، ۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
یو لوړ پوړی پخوانی امریکایي چارواکی مارک کیمیت وایي، پر ایران د امریکا اقتصادي فشارونه بې ګټې دي او دا فشارونه به ددې هېواد کړنو کې د تغیر باعث نه شي.
نوموړي چې مخکې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالي هم کړې ده وایي، امریکا پر ایران بې ځایه اقتصادي فشارونه راوړي چې هیڅ ګټه هم نه لري نو امریکا ته په کار ده چې په دې برخه کې شعوري ګامونه پورته کړي.
هغه ویلي ټرمپ باید پر خپلو ژمنو ودرېږي او له مسوولیته دې تېښته نه کوي.
مارک زیاته کړې، ایران هڅه کوي ټرمپ جګړې ته مجبور کړي ځکه هغوی په دې باور دي چې دا کار په ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوموړي د بریالي کېدو مخنیوی کولی شي.
ټرمپ نږدې درې میاشتې وړاندې ایران له اټومي تړون څخه په سرغړاوي تورن کړ، اووروسته یې بیا دایران په سپاه پاسداران پوځ او دتېلوپه یوشمېر شرکتونو بندیزونه ولګول.



