هند افغانستان ته ۲۲۵ منډې هدف وټاکه، افغان لوبډله ټوپ وهنه کوي

کابل ټکی کام( شنبه، ۱چنګاش، ۱۳۹۸)

د ۲۰۱۹م کرکټ نړیوال جام سیالیو کې نن د هند او افغانستان ترمنځ لوبه ده او هند خپله توپ وهنه وکړه.

هند په ۵۰ اورونو کې افغان لوبډلې ته ۲۲۵ منډې هدف وټاکه او شپږ لوبغاړي یې وسوځیدل.

دا مهال افغان لوبډله توپ وهنه کوي او یو لوبغاړی حضرت الله ځاځی سوځیدلی دی.

تیرو لوبو ته په کتو سره ننۍ لوبه کې افغانستان ښه توپ اچونه وکړه چې په نتیجه یې مخکښې هندۍ لوبډلې ډیر کم هدف وکړای شو.

د افغانستان دا شپږمه لوبه ده، تر دې وړاندې یې پنځه سره ټولې بایللي دي.

که افغان لوبډله ښه توپ وهنه وکړي نو ښایي دا لوبه له هنده وګټي.

مربوطه مطالب

Back to top button