زهیر احمد: د ولسي حرکت مشران معامله ګر وختل، نور په دې حرکت کې نه یم

کابل ټکی کام( شنبه، ۱چنګاش، ۱۳۹۸)
د سولې ولسي حرکت یوه نابینا غړي زهیر احمد په دې حرکت تور پورې کړی چې د خلکو له احساساتو غلطه استفاده کوي او له حکومت سره یې معامله کړې ده.
زهیر احمد ویلي دوی د یو احساس له مخې د سولې په اړه پیاده مزلونو او نورو ډول ډول تکلیفونو ته غاړه ایښې وه خو په وینا یې د دې حرکت مشران معامله ګر وختل او په دې لار کې یې پیسې او موټرې پیدا کړې.
ده ویلي چې د حرکت مشرانو د ودان افغانستان ګوند په توسط د حکومت سره اړیکه نیولې ترڅو په ټاکنیزو کمپاینونو کې ترې ګټه واخلي.
د سولې ولسي حرکت څه وخت مخکې په هلمند کې راپیدا شو چې په دې وروستیو کې د طالبانو سیمې ته هم ورغلی وو خو طالبانو یې مشران څو ورځې له ځان سره بیولي وو او د سرخلاصي خبرې یې ورسره وکړې.



