زیرو هېج: امریکا د افغانستان جګړه کې له ماتې سره مخ ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۹) 

له امریکا خپريدونکې زيروهېج نشريه په يوه مطلب کې ليکي، چې امريکا د افغانستان په اوږده جګړه کې له ماتې سره مخ ده ځکه امریکا په خپلو موخو کې نه ده بريالۍ شوې.

مطلب کې راغلي، په افغانستان کې قوي حکومت جوړول، د نشه يي توکو له منځه وړل او د امنيت ټينګښت هغه څه و چې دوی يې د عملي کولو ژمنې کړې وې، خو اوس پکې پاتې راغلې ده.

زیرهېج ليکي، په امریکايي حکومت کې د افغانستان په اړه د همغږۍ او واحدې پاليسۍ نه شتون له کبله د افغانستان جګړه اوږده شوې او وخت په وخت سیاستونه بدلیږي.

سرچينې د امریکايي حکومت په ادارې کې نه همغږۍ ته په اشارې وايي، چې د افغان جګړې په اړه د بهرنيو چارو وزارت یو ډول، پنټاګان بل ډول او ټرمپ بيا د انتخاباتي کمپاين لپاره بل ډول څرګندونې کوي.

په وروستيو کې ډيری امریکايي سياستوال او رسنۍ دې نتيجې ته رسيدلي چې امريکا د افغانستان په جګړه کې له ناکامۍ سره مخ شوې او نور بايد له دغه هيواده خپل ځواکونه اوباسي.

مربوطه مطالب

Back to top button