د عامې روغتیا وزیر له ملګرو ملتونو سره د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۷مه)
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د یوناما مشرې رباب فاطمې او د ملګرو ملتونو د یو شمېر نورو لوړپوړو استازو سره لیدلي او د هېواد د روغتیايي نظام پر وضعیت او د روغتیايي خدمتونو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، په دې لیدنه کې د سرطان او زړه ناروغیو د درملنې، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د معتادینو د درملنې پر موضوعاتو بحث شوی دی.
ښاغلي جلالي ویلي، چې اوس مهال په هېواد کې نږدې ۷۰ روغتیايي مرکزونه معتادینو ته خدمتونه وړاندې کوي او ملګرو ملتونو د افغانستان د روغتیايي نظام د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.



