امير خان متقي: پاکستان دې د افغانستان په اړه خپله ناکامه تګلاره بدله کړي

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۷مه)

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره ناکامه بللې او ویلي یې دي چې کابل له اسلام‌اباد سره د خبرو اترو او د کړکېچونو د سوله‌ییز حل غوښتونکی دی، خو پاکستان د خبرو بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.

نوموړي له اریانا نیوز سره په ځانګړې مناظره کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د حضور او فعالیت په اړه د اسلام‌اباد ادعاوې رد کړې او له پاکستانه یې غوښتي چې د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

متقي د اسلامي امارت د تېرو پنځو کلونو ډیپلوماټیکو فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې ویلي، چې اوس مهال د افغانستان شاوخوا ۴۰ ډیپلوماټیکې استازولۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلامي امارت تر واک لاندې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button