کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۸ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دهېواد په لر اوبر کې وروستۍ ړندې بمبارۍ په کلکو ټکو غندلي، اوحکومت یې دملت پر وړاندې په بې رحمۍ تورن کړی.
کرزي د میدان وردګو ولایت په جلګه ولسوالۍ کې ،د تنګي سیدان پر روغتون او دغه راز د بغلان ولایت په ډنډ شهاب الدین ولسوالۍ کې ،د ملکیانو پر کورونو شوي هوایي بریدونه چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړي ووژل شول؛ بشري جنایت بللی.
د حامدکرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښکیلې غاړې دې تر هر عنوان لاندې د ملکي وګړو له وژلو لاس واخلي او د تلپاتې سولې لپاره دې هڅې وکړي.
کرزي تردې پخواهم په ولسي وګړو بې رحمه بمبارۍ تقبیح کړي، او دملت پر وړاندې یې ددغسې جګړې عاقبت ډېر بد بللی.
دیادونې وړ ده چې ورته جنایات دکرزي په وخت کې هم ترسره کېدل، خو نوموړي به دغني په څير دسکوت لار اختیارؤله.


















