کورنيو چارو وزارت: تالقان ښار کې له ۳۰۰ ډېرې امنیتي کمرې نصب او فعالې شوې

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۷مه)

د کورنیو چارو وزارت وايي، د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې څه باندې ۳۰۰ امنیتي کمرې نصب او په رسمي ډول فعالې شوې دي.

د مسوولینو په وینا، دغه کمرې د ښاري امنیت د ټینګښت، غلاوو، انسان تښتونو او نورو جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه لګول شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سیستم د نوري فایبر او انټرنېټ له لارې له مرکزي کنټرول خونې سره نښلول شوی او د کمپیوټرونو او ځیرکو موبایلونو له لارې څارل کېدای شي. ټاکل شوې چې په راتلونکي کې دغه سیستم د تخار ولسوالیو ته هم وغځول شي.

مربوطه مطالب

Back to top button