ایمن الظواهري؛ خپلو جنګیالیو ته په هندي ځواکونو دخونړیو بریدونو امر کړی

کابل ټکی کام (چهارشنبه ، ۱۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
د القاعدې اوسني مشر الشیخ ایمن الظواهري، پر خپلو وسله والو غږ کړی دی چې په کشمیر کې پر هندي عسکرو خونړي بریدونه وکړي.
نوموړي دا خبرې په یو اته دقیقه ییز ویډیویي کلیپ کې کړې دي، چې په ټولنیزو رسنیو خپور شوی دی.
په دغه اته دقيقه يي ويډيو کې پر هندي عسکرو او حکومت د پرله پسې بريدونو غږ شوی څو د دغه هېواد اقتصاد ته زيان ورسيږي.
الظواهري دغه راز پر خپلو وسله والو غږ کړی دی چې د پاکستان د استخباراتي ادارو تر اغېز لاندي دې نه راځي.
هند او پاکستان چې د کشمير پر سر یو بل سره لانجه لري، له ۱۹۴۷ م کال راهيسې یې تر اوسه درې لوی جنګونه کړي، چې اوس هم وخت ناوخت یوپربل نظامي اواقتصادي بریدونه کوي.



