ويې لولئ! چې معلومات مو اضافه شي!!

راټولونکی: غورځنګ

۱  ــ  په ټوله نړۍ کې لومړی ځل مصريانو  د انسان د وجود او طبابت په باره کې معلومات تر لاسه کړل .

۲  ــ جوزیف لیستر هغه څوک وو چې د خپلې زمانې ډاکټرانو ته يې وويل چې  د جراحۍ يا عملياتو پر وخت د جراحۍ سامان آلات پاک او صفا کړئ .

۳  ــ  د نړۍ ټول ژوندي موجودات له  یوه کيمياوي مرکب څخه چې پروتوپلازم بلل کيږي؛ جوړ شوي دي چې دا مرکب ټول حياتي فعاليتونه اجرا‌ء کوي .

۴  ــ  د طب د معلوماتو پر اساس د نوي پيدا شوي ماشوم زړه په يوه دقیقه کې (۱۴۰) ځله درزيږي .

۵  ــ د دقيقو معلوماتو پر اساس  د انسان په بدن کې (۲۴) پښتۍ دي .

۶  ــ  طب وايي چې د انسان د وينې وزن له څلور نيمو تر پنځو کيلوګرامو پورې دی .

۷  ــ د مایکروسکوپ اله په  ( ۱۶۶۵ ) ميلادي کال دانګليسي پوه رابرت هوک په واسطه جوړ شو .

۸  ــ  تجربې ښيي چې یو صحت مند انسان په دقيقه کې (۱۶) ځله ساه باسي .

۹  ــ  طب وايي چې د انسان تر مړينې وروسته د هغه زړه (۲۰) دقیقې ژوندی وي .

۱۰  ــ   د انسان د یوه لاس په جوړښت کې (۳۰) هډوکي دي .

۱۱  ــ  د انسان تر ټولو ستر هډوکي د پښو د دواړو ورنونو هډوکي دي ، چې پېمور نوميږي .

۱۲  ــ هغه ژوي چې د زکام په ناروغۍ اخته کېږي انسان او بيزو دي.

۱۳  ــ حجره ب له هستې څخه پرته خپل ژوند ته دوام نشي ورکولای.

۱۴  ــ  د انسان د بدن هر يو غاښ له  دريو برخو څخه جوړ شوی دی :

چې نوموړې برخې تاج، غاړه او ريښه دي.

۱۵  ــ عموماً د انسان وجود په سلو کې (۶۵) اوبه لري .

۱۶  ــ  يوه څېړنه وايٍي چې د انسان وېښتان په کال کې (۱۶) انچه وده کوي .

۱۷  ــ د څېړنې له مخې د انسان نوکان په کال کې (۵/۲) انچه وده کوي.

۱۸  ــ زړه د سينې په قفس کې چپې خواته موقعت لري چې د یوې پردې په واسطه چې ( perreardium ) نوميږي پوښل شوی دی.

۱۹  ــ د انسان ترټولو قوي غړی زړه دی. چې د انسان د بدن د مرکز حيثيت لري.

۲۰  ــ  طب ثابته کړې چې د زړه ضربان چې د وينې د وتلو او ننوتلو په ذریعه را منځ ته کيږي ، د نبض ( puls   ) په واسطه تعين کېدای شي چې په نارمل ډول د یوه انسان د زړه ضربان  په يوه دقيقه کې (۷۲) ځله  صورت نيسي .

مربوطه مطالب

Back to top button