عمران خان واشنګټن ته روان دی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي،موږ نه یو خبر

کابل ټکی کام( چهارشنبه،۱۹چنګاش، ۱۳۹۸)

ټاکل شوې ده چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د جولای په ۲۲مه امریکا ته په درې ورځني سفر ولاړ شي.

نوموړی به هلته د امریکا له ولسمشر ډونالډټرمپ سره د دواړو هیوادونو پر اړیکو خبرې وکړي، په دې وروستیو کې امریکا له پاکستان سره رویه ډیره بدله کړې ده.

واشنګټن ته د عمران خان د سفر په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ناخبري ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورتاګوس ویلي چې له دوی سره تر اوسه په دې اړه مالومات نشته او په وینا یې سپینې ماڼۍ هم تر اوسه د عمران خان سفر نه دی تائید کړی.

اورتاګوس چې په دې اړه یې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل: “ما هم هغه راپورونه چې تاسو یاد کړل لوستي دي.خو د دغو راپورونو د تائيد لپاره باید له سپینې ماڼۍ پوښتنه وکړو. موږ د بهرنیو چارو په وزارت کې په دې اړه د ویلو لپاره څه نلرو.”

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل بیا ویلي چې د دواړو هیوادونو چارواکو په دې اړه رابطه کړې او په وینا یې چې په مناسب وخت کې به د عمران خان د سفر په اړه اعلان وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button