طالب د کفري میډیا له میګروفونه مه پیژنۍ !!!

شهاب لیوال
په یو کاري سفر کې د ساحوي انجنیرانو سره ملګری شوم
زمونږ مقصد خوارا وږد او دروند وه په لاره کې له بیلابیلو ساحو تیریدو ،اګر که له حکومتي ساحاتو ما خپله ویره درلوده ،هغه داچې په لارو کې دپولیسو له چک پاینټونه سره مخ کیدلو ،پوښتنه یې کوله له کوم ځای راغلي یاست مخصد مو کوم ځای ده ،دڅه په لټه کې یاست !آیا تاسو افغانان یاست ?تذکره مو راکړی او داسې نورې ځورونکې پوښتنې ?شاید تاسو فکر وکړی پولیس زکه داپوښتنې کوي چې دهیواد او سیمې امنیت ساتنې دنده لري? ،خو حقیقت بیا بل څه دي په ټوله کې غواړي له نابلدو خلکو په ناببره پوښتنو یو څو افغانۍ غلا او رشوت واخلي .
مونږ سره دو موټران وه دانجنیرانو موټر ډیر ښایسته او قیمت بیه وه ،کله چې د حکومت ترکنترول له ساحې ووتلو د طالبانو (اسلامي امارت ) ترکنترول ساحاتو ته ننوتلو ،دانجنیرانو موټر ته مې خپل ګادۍ ورنږدې کړ او غږ مې پرې وکړ چې دلته بهتره ده زه مخکې شم !هغوې پوښتنه وکړه ولې?ماوویل دطالبانو ساحه ده تاسو ته څه ستونځه پیدا نشي زه مخکې وسم ښه به وي .
انجنیرانو راته وخندل او وی ویل طالبان په میډیا کې بد خلک معرفي شوي خو په حقیقت کې دوې ډیر ګلالي خلګ دي ،انجنیرانو وویل مونږ نه یواځې داچې دطالبانو په ساحه کې ویره نه لرو بلکه ډیر سکون او آرمتیا احساسو ،مونږ په خبرو کې بوخت وه چې دسرک پر غاړه یو طالب مو ولید چې ولاړ ده ،کله چې مونږ ورنږدې شوو لاس یې راکړ  ما ګادۍ ورو کړ طالب جان سر رانږدې کړ له سلام وروسته یې وویل محترو که تر بر کلي ما هم ورسوی ،ما ورته وویل ولې نه موټر ته را پورته شو ، په لار روان وو طالب هیڅ نه ویل خبر ما پیل کړه ،وروره !تاولې له مونږ پوښتنه ونکړه چې مونږ څوک یو ? چیرې ځو ? او څه کوو!?طالب راته موسکی شو او وی ویل څیره مو افغانانو ته ورته ده لهجه او خبرې مو بلکل افغانی دي نو ماته هم کوم شک پیدا نشو چې له تاسو پوښتنه وکړم !
دطالب جان مقصد ته ورسیدو ماته یې غږ کړ!استاذه همدلته کوزیږم !کله چې له موټره ښکته شوو مااو زما ملګرو ته یې ټینګار کاو چې ما سره به د سهار چای خوری بیا به زی له ډیر ټینګار ورسته مونږ ځنې رخصت واخست او خپل مقصد په لورمو حرکت وکړ .
په لار کې څنګ کې ناست یو انجنیر ما ته وویل،  ما درته نه ویل چې طالبان ډیر ښه خلګ دي !خوارکی نه وه خبر چې څنګ کې ناست شخص هم طالب ده !
ما ورته وویل یقیني چې طالبان ښه خلک دي.
ګرانوهیوادوالو :مشرانو’کشرانو ‘ځوانانو طالب د کفري میډیا له میګروفونه مه پیژنۍ ،طالب تاسو په څیر یو عادی افغان ده توپیر یې داده چې هغه ددې هیواد دژغورنې ،ستا زما او دټولو افغانانو د دین او ناموس ساتنې احساس لري ،شپه او ورځ یې یوه کړې ترڅو زما او ستا له خاورې ساتنه وکړي ،ددې هیواد دتجزیې او اشغال د خلاصون لپاره مبارزه کوي ،ګوره چې دموبي ګروپ (طلوع ،نه یوز ،لمر )خورشید ،یک … کفری اجنټي میډیا مو تیر ونه باسي نور له طالبه وحشت مه کوه نور طالب ته ترهګر مه وایه ،نور طالب دافغانانو دښمن مه بوله ،راشه لکه یاد انجنیران طالب له نږدې وګوره طالب سره خبرې وکړه د طالب تر کنترول لاندې ساحاتو ته په میله او سفر لار شه ،طالب په خپله سترګو ووینه او په خپله عقلي میډیایې وپیژنه او بیا خپله قضاوت وکړه ،چې طالب په رشتیا ترهګر ده که ترهګر غواړي طالب ترهګر دروپیژني.

مربوطه مطالب

Back to top button