دچین سفارت: بیجنګ کې دافغان سولې په اړه څلور اړخیزه ناسته تر سره شوه

کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
واشنګټن کې د چين سفارت په بیجنګ کې دافغان سولې په اړه دڅلور اړخیزې ناستې له ترسره کېدا خبر ورکړی .
سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، د چین، روسیې او امریکا استازیو د افغان سولې په تړاو په بېېجنګ کي دا درېیمه مشورتي ناسته تر سره کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، د چين، روسیې او امریکا استازیو د جمعې ورځې( د چنګاښ ۲۱) دغې ناستې ته د پاکستان د استازي له ورتګ هرکلی کړی؛ ځکه، چې پاکستان د افغانستان د سولې لپاره د آسانتیاوو په برابرولو کې مهم رول لوبولی شي.
د څلور واړو حکومتونو استازیو د افغانستان د اوسنيو حالاتو په اړه نظرونه سره تبادله کړي او همغږي شوي، چې ګډ کار او همکاري د افغانستان او سیمي لپاره د سولي، ثبات، اقتصادي پرمختګ زیری له ځان سره لري.
دغو اړخونو په مسکو او دوحه کې د افغانانو د خپلمنځي غونډو هرکلی کړی او ويلي يې دي، چې افغانان باید د سولې د بهیر صاحبان وي او د عمومي سولې لپاره باید یو هر اړخیز سیاسي چوکات تضمین شي.
دوی له ټولو اړخونو غوښتي، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي او د یوه دایمي اوربند لپاره ملا وتړي.
دغه راز څلور واړو حکومتونو هوکړه کړې، چې دا څلور اړخيزه همکاري باید روانه وساتي او ژمنه يې کړې، چې نورو مهمو هېوادونو ته به هم بلنه ورکړي، چې په راتلونکیو ناستو کې برخه واخلي.
دیادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې دنړۍ ځواکمن هېوادونو دافغانستان په سوله اوامنیت کې ظاهراً خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې دډېری افغانانو هیلې یې راټوکولي.



