کرکټ: ګلبدین نائب لرې او په ځای یې راشد خان وټاکل شو

کابل ټکی کام( جمعه، ۲۱چنګاش، ۱۳۹۸)
افغان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د ملي لوبډلې مشر ګلبدین نائب لرې او په ځای یې راشد خان لوبډلمشر وټاکل شو.
راشد خان به د دریو واړو ټیسټ، یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره لوبډلمشر وي.
پخوانی تکړه لوبډلمشر اصغر افغان د راشد خان د مرستیال په توګه اعلان شوی دی.
دا اعلان نن د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي په یوه خبري کنفرانس کې وکړ.
د بي بي سي خبریال یوسف ځدراڼ وایي چې نن د راشد خان د لوبډلمشرۍ د اعلان په غونډه کې ګلبدین نائب او نوی ټاکل شوی مرستیال لوبډلمشر اصغر افغان نه وو.
دا نوې تبدیلي په داسې حال کې اعلان شوه چې د نړیوال جام نه مخکې کرکټ بورډ اصغر افغان لرې او په ځای یې ګلبدین نائب وټاکه.
د ګلبدین نائب په لوبډلمشرۍ کې لوبډلې په نړیوال جام کې خپلې ټولې لوبې په ډیر زیات توپیر وبایللې.



