کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۳چنګاش، ۱۳۹۸)
برېتانیا د ایران د تیلو نیول شوې کښتۍ بیرته پریږدي خو یو شرط یې پرې ایښی دی.
برتانوي چارواکو ویلي چې ایرانۍ بیړۍ به په دې شرط پریږدي چې شام ته به تیل نه وړي.
ایران او برېتانیا دې جوړجاړي ته وروسته له هغه رسیدلي چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په تلفون خبرې سره وکړې.
دواړه خواوو خبرې مثبتې بللي، د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیریمي هنټ په خپل ټویټر لیکلي چې له خپل سیال سره یې خبرې مثبتې وي او په وینا خپلې اندېښنې مو هم ورسره شرېکې کړې.
همدا رنګه د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړې چې دوی دواړه سره غږیدلي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې د بریتانیا دا شرط چې شام ته به تیل نه وړي، ورسره منلی دی کنه؟
د یادونې وړ ده چې کابو دوه اونۍ مخکې د بریتانیا حکومت په جبل طارق کې د ایران د تیلو یوه بیړۍ ونیوله چې ایران سخت غبرګون پرې وښود او دا یې سمندري غلا یاده کړه.















