سرور دانش: په دولتي ادارو کې د ښځو د جنسي ځورونې ادعاوې دې وڅیړل شي

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۳چنګاش، ۱۳۹۸)

وروسته له هغه چې د حکومت په زړه( ارګ ) کې د جنسي ځورونو په اړه رپوټونه ورکړل شول، تازه د ولسمشر
غني دوهم مرستیال سرورد دانش ویلي چې دا ادعاوې جدي ارزونې او څیړلو ته اړتیا لري.

دانش خپل حکومت د ښځو لپاره له راسته راوړنو ډک بولي او وایي چې دوی غواړي ترڅو د ښځو په وړاندې روان تاوتریخوالي ته د پاي ټکی کیږدي.

دی دا خبرې په داسې حال کې کوي چې تر بل هر وخت زیات په حکومتي ادارو او حتی ارګ کې د ښځو د جنسي ځورونو ادعاوې شوي دي.

د بي بي سي یوې تازه څیړنې ښودلې چې د حکومت لوړپوړو چارواکو له ښځو څخه د مقررۍ په بدل کې د جنسي اړیکو د نیولو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې د ولسمشر غني پخواني ستر سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي هم ادعا کړې وه چې په ارګ کې ځیني کړۍ شته چې فحشا خپروي او همدې ته کار کوي.

ده ویلي وو، چې اکثره ښځې ولسي جرګې ته کامیابې نه وې خو په ارګ کې د جنسي اړیکو د نیولو له امله جرګې ته کامیابې شوې.

یوازې حکومتي ادارې نه بلکې په پوهنتونونو او ښونځيو کې هم له ښځو څخه د جنسي اړیکې غوښتنه کیږي.

د پوهنتون ځینې زده کوونکې ادعاوې کوي چې استادانو ورڅخه د ناوړه کار غوښتنه کوله او په بدل کې یې د نمرو د زیاتوالي وعده ورکوله.

مربوطه مطالب

Back to top button